د پارستودي د راپور له مخې، د مصر د الازهر د افراطیت پر وړاندې د مبارزې څارونکي مرکز د ایران د چارواکو له خوا په یوه تلویژني پروګرام کې د اهل سنت د مقدساتو د سپکاوي د پيښې چټک او چورلټ غبرګون وستایه.
دغه مرکز په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې کې اعلان وکړ: دا اقدام یو مثبت ګام دی چې د سپکاوي ویناوو سره په مخالفت جدي ټینګار کوي او د رسمي بنسټونو هڅې ښئي چې د مسلمانانو ترمینځ د نفاق د مخنیوي لپاره کار کوي.
د الازهر د افراط پالنې پر وړاندې د مبارزې څارونکي برخې پخپلې رسمي اعلامیې کې ټینګار وکړ: د ایران دا اقدام په داسې حال کې شوی چې شیخ الازهر احمد الطیب په دې وروستیو کې په بحرین کې د اسلامي - اسلامي خبرو اترو او د امت د یووالي د پیاوړتیا په کنفرانس کې د اسلامي مقدساتو او سمبولونو د هر ډول سپکاوي د بندولو غوښتنه کړې وه.
ددغه مرکز داعلامیې په پای کې د ټولو اسلامي مذاهبو د مقدساتو په درناوی، عقلانیت ته لومړیتوب په ورکولو او له هر هغه څه څخه د ډډې کولو پر اړتیا ټینګار شوی چې کیدای شي د نفاق او تفرقې لامل شي.
د غواي د میاشتې په دریمه د ایران د یوې تلویژني چینل په یوه پروګرام کې یو شعر د پروګرام د یوه مېلمه له خوا ولوستل شو چې د لیدونکو له نظره د اهل سنت د مقدساتو سپکاوی بلل شوی. دا پېښه سمدستي په ایران کې پراخه رسنیز، ټولنیز او حتی قضايي غبرګونونه راوپارول.
د ایران د ټیلیویژني ادارې مرستیالۍ په خپلې رسمي اعلامیې کې دغې پېښې ته غبرګون وښود. په دې اعلامیه کې، د ایران صداوسیما د اسلامي یووالي پر اهمیت ټینګار وکړ او دا ډول تېروتنه یې «نه بخښونکې او شکمنه» وبلله او اعلان یې وکړ: اړوند ویډیو سمدستي د صداوسیما له پلټفارمونو لکه ټيلوبیون او سپهر څخه لیرې کړئ شوې او د ټيلیویژني چینل دمدیر پشمول یو شمیر اړونده کسان هم لیرې کړئ شوي دی او ددغه پروګرام د اتو عواملو پر وړاندې دعوه ثبت او دوسیه ئې قضايي مراجعو ته واستول شوه.
د نورو احتمالي عواملو د پیژندلو لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوه.
په اعلامیه کې نور ویل شوي چې د ایران صداوسیما اداره هر ډول تفرقه اچوونکی اقدام په کلکه غندي» او د دې پېښې د ريښو او اصلي پلانونکو د پیژندلو لپاره ئې له امنیتي ادارو څخه د جدي څېړنو غوښتنه کړې ده.
https://parstoday.ir/fa/world-i8920